ولسمشر غني هلمند ته رسېدلی

کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر اشرف غني نن هلمند ولایت ته رسېدلی دی.

هلمند ولایت چې په دې وروستیو کې د نا امنیو پر مرکز بدل شوی وو، افغان ځواکونو ته پکې درانده مالي او ځاني تلفات واوښتل.

ولسمشر غني پر ځای د دې چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته ولاړ شي، په واشیر ولسوالۍ کې د ښوراب پوځي اډې ته تللی دی.

د ولسمشر غني سره د ښوراب پوځي اډې ته د لښکرګاه څخه ولسي مشران هم تللي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، چې ولسمشر به ۲۱۵ میوند قول اردو کې د هلمند له ولسونو، ملکي او نظامي مسئولینو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

طالبانو په دې وروستیو کې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاوو او امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د تلفاتو د اړولو تر څنګ یې مرکز ته څېرمه ګڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

د یادولو ده، چې د هلمند ولایت له ۱۴ ولسوالیو څخه ۹ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي، او پاتې ۵ ولسوالۍ د دولت په لاس کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button