طالبانو د روداتو په مسجد کې چاودنه غندلې

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۲۲ زرغون خوږیاڼی
طالبانو په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار د روداتو په مسجد کې انفجار مجاهدینو پورې اړه نلري، اسلامي امارت دغه برید په کلکه غندي، داسې پيښې رامنځته کول د دښمن د استخباراتي کړیو یا هغو شریرو عناصرو کار دی چې غواړي جهادي بیهر بدنام کړي. ملت پوهیږي چې اسلامي امارت د داسې کړونو اجازه چاته نه ورکوي، موږ په پيښه کې له دردمنو کورنیو سره خواخوږي ښيو، متضررینو ته یې د صحت دعا کوو.
پرون د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د مزینې سیمې په جامع مسجد کې د ملا امام د ممبر لاندې د یو ځای پر ځای شوي ماین په توسط چاودنه وشوه، چې په کې د ملا امام په ګډون څلور تنه ووژلوشول او له شپیتو زیات ټپیان شول.
د یادونې وړ ده ، چې تېر کال هم د خوږیاڼو ولسوالۍ په جامع مسجد کې ماین چاودنه شوې وه، وروسته د ملا امام له خولې معلومه شوه، چې یاد ماین د محلي پوليسو له لوري د مسجد ملا امام ته په دې جرم ایښودل شوی وو، چې د جهاد مسایل به يې بیانول.



