د قاعدة الجهاد نړیوال تنظیم مشر ډاکټر ایمن الظواهري د طالبانو له نوي مشر شیخ هبت الله اخونزاده سره خپل بیعت اعلان کړ
کابل ټکی کام ۲۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نا تأييد شوي راپورونه وايي، چې د قاعدة الجهاد د نړیوال جهادي تنظیم مشر شیخ ایمن الظواهري د طالبانو له نوي مشر شیخ هبت الله اخونزاده سره خپل بیعت اعلان کړی دی.
د نړیوال جهادي تنظیم (قاعدة الجهاد) له لورې په ورکړل شويو معلوماتو کې راغلي دي، چې د شیخ ایمن الظواهري غږیز پیغام به نشر کړي.
دغه غږیز پیغام چې د «علی العهد نمضي» تر نامه لاندې نشریږي، د دغه تنظیم له لورې یې یو تصویر ورکړل شوی دی، او ویلي یې دي، چې په لنډو شېبو کې به نشر شي.
«التسجیل الصوتي لخطاب الشیخ ایمن الظواهري أمیر جماعة قاعدة الجهاد لأمیر المؤمنین مولوي هیبة الله امیر امارة افغانستان الاسلامیة حفظهماالله»
نور جزئیات وروسته…



