د لیبیا پوځ وایي: د سیرت بندري ښار یې له داعش وسله والونیولی

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی۲۲ زرغون خوږیاڼی
د ليبيا امنيتي ځواکونو د سيرت بندرې ښار د «اسلامي دولت» له وسله والو څخه نيولي دي.
د سيرت ښار د آزادۍ عملیاتو پیل د مئ په لومړيو کې اعلان شو، د چهارشنبه په ورځ وويل شول، چې پوځ د ښار مهم پل، چې داعش دخپلو مخالفينو داعدام لپاره کاراوه نيولی دي.
په ليبيا کې د مارچ پر ۳۱ نيټه د ملي وفاق نوی حکومت د لومړۍ وزير فایز سراج په مشرۍ جوړ شو، نوموړي ویلي دی د لیبیا د ازادۍ لپاره به کار کوي او د لیبیا ټولې هغه سیمې به، چې د داعش په ولکه کې دي بیرته ونیسي.



