کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی۲۲ زرغون خوږیاڼی
د کورنیو چارو وزارت او د نشه یي تو سره د مبارزې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پولیسو په کابل ښار کې یوولس کانټینره شراب کشف او نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې د مديريت پوليسو دوه ورځې وړاندې د نهمې امنيتي حوزې اړوند ډسپيچري سيمه کې يوولس کانټينره شراب کشف کړي او نيولي دي.
سرچينې زياته کړې ده، چې نيول شويو کانټينرو کې نږدې نوي زره ليټر الکولي مشروبات ځای پر ځای شوي او کابل ته د خرڅلاو لپاره رارسېدلي وو.
پوليسو تر دې دمه پېښې سره په تړاو هيڅوک نه دي نيولي، خو د سرچينې په وينا هڅې روانې دي د شرابو مالکان ونيول شي.
راپورونو څرگنده کړې ده، چې د پلازمېنې کابل په گډون د افغانستان گڼو ښارونو کې شراب په اسانۍ ترلاسه کېږي. د دې شرابو ډېره برخه له نورو هيوادونو راځي، خو يوه اندازه يې خپله د هيواد دننه هم توليدېږي.
خو بل پلو بيا بيا داسې اسناد خپاره شوي، چې لوړپوړي دولتي چارواکي او ان د ولسي جرگې ځينې غړي افغانستان ته د شرابو راوړلو کې ککړ دي.
د پژواک د يوه راپور پر اساس د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د گلفروشۍ کوڅه، نوي ښار، د بنايي سيمو هټيو، څلورمه کارته، تايمني، قرغې بند او گڼو نورو سيمو کې پرته له کومې وېرې ډول ډول شراب پلورل کېږي.
د همدې راپور پر اساس د ښار گڼ دفترونه او شرکتونه له شراب پلورونکو سره تړونونه لري او چې څومره شراب غواړي دوی يې ور رسوي.


















