د سعودي حکومت درې تنه له دندو ګوښه کړل

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴
راپور: حماس افغان

په منا رامنځته شوی ناورين چې، د ټیل ماټیل له کبله پېښ شوی وو، په لومړي ګام کې د سعودي عربستان پاچا سلمان درې تنه لوړپوري چارواكي له دندو ګوښه کړل.

د سعودي عربستان د مرستندویه ادارې پولیس ټپیان شوي حاجیان روغتونونو ته لېږدوي
د سعودي عربستان د مرستندویه ادارې پولیس ټپیان شوي حاجیان روغتونونو ته لېږدوي

د سعودي خبري رسنيو خبر ورکړی دی چې د دې هېواد د حج او اوقافو د چارو وزير، د مكې ښاروال او د امنيې قوماندان په خپلو دندو كې د پاتې راتلو له امله لرې کړي دي.
د تر لاسه شویو معلوماتو په بنا د پېښې په اړه هر اړخيزه څېړنې روانې دي.
دغه راز د سیمه ییزو رسنیو د خبر له مخې وروستي اقام ښيي چې د منا د قربانیانو شمېره ۷۶۹ تنو ته لوړه شوې ده او یو لړ حاجیان تراوسه تري تم دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button