عبدالرحیم ایوبی: د کندز سقوط د کابل او ټول شمال سقوط دی

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴

راپور: فرید احمد

د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي وايي چې د کندز ولایت سقوط څخه وروسته به تخار، بدخشان، بغلان، کابل سمنګان، مزارشریف او ورپسې به ټول شمال د طالبانو لاس ته ولوېږي.
عبدالرحیم ایوبي د شمشاد تلویزیون سره د زړه د خواله په شریکولو کې وویل چې کندز په طالبانو د یوه تړون په نتیجه کې خرڅ شوی دی، او زیاته یې کړه چې پدې سره په افغانستان کې یوه نوې نیابتي جګړه پیل شوې ده چې ترټولو مخکې پکې رئیس جمهور غني، عبدالله عبدالله، رشید دوستم او ګڼ نور دولتي مامورین ښکیل دي.
هغه په ملت غږ وکړ چې د اوسني حکومت په راپرځولو کې دي سره یو شي او یو داسې شخص دې انتخاب کړي چې ملت ته رښتینۍ وي.
هغه زیاته کړه چې د کندز سقوط کول د امریکا او روسيي له هغه تاوتریخوالي سره تړلې خبره ده چې په سوریه کې سره کېوتي دي.
ښاغلي ایوبي وایي چې حکومت بلکل وجود نلري او په حکومت کې هرڅوک تر یوې کړۍ پورې تړلي دي.
ایوبي ولسمشر سخت وټکاوه او ویې ویل چې ولسمشر یوازې نازونه کوي، کله یوه پښه وتړي او کله بله پښه.
ښاغلي ایوبي ډاکټر عبدالله عبدالله د پيشن او نکټایي ماسټر یاد کړ او زیاته یې کړه چې هغه د ملت هېڅ پروا نلري، او په امریکا کې عیشونه کوي.
ده همداشان دوستم ته پیغور ورکړ او هغه یې داسې مخاطب کړ چې هسې تشې لاپې وهي چې شمال به له طالبانو پاک کړم خو اوس په انقره کې ناست او له سیمې تښتېدلی دی.
ښاغلی ایوبي چې ډير پریشانه ښکاريده وویل چې طالبان په ټولو سیمو کې واکمن شوي دي، او ژر به د کندز تجربه په کابل کې هم وکاروي، او د کابل په شمول ټول افغانستان به یې لاس ته پرېوزي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button