کابل ټکی کام ۲۷غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره شپه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند په قلعه نصرو سیمه کې د طالبانو له لورې د امریکایي عسکرو یو ټانګ د ښخ شوي ماین په مټ وېجاړ شو، چې پکې ۴ امریکایي عسکر له منځه ولاړل.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، ماین د دوی د جنګیالیو له لورې ځای پر ځای شوی وو، چې د امریکایي عسکرو ټانګ پرې ور برابر شو، او په بشپړه توګه یې وېجاړ کړ.
طالبان وایي، په دغه چاودنه کې ۴ تنه امریکایي عسکر ځای پر ځای ووژل شول.
چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د امریکایي عسکرو تانګ د سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.
تراوسه پورې امریکایي ځواکونو د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده، شل ورځې وړاندې هم په دغه سیمه کې د امریکایي عسکرو کاروان د یوه سرتیري برید لاندې راغی، چې امریکایي عسکرو ته یې مالي او ځاني تلفات واړول.















