مرتضوي: له پاکستان سره په تورخم کې راپورته شوې ستونزه به د خبرو له لارې حل شي

کابل ټکی کام ۲۷غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
افغان حکومت وايي، چې له پاکستان سره به د تورخم د راپورته شوې ستونزې حل د خبرو له لارې وکړو.
د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي نن یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې دوی هڅه کوي، تر څو له پاکستان سره په تورخم کې راپورته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
ده وویل، چې تېره ورځ د هېواد سیاسي مشرانو له ولسمشر غني سره لیدنه درلوده، چې د تورخم د راپورته شوې ستونزې په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
دغو سیاسي مشرانو د ولسمشر غني سره په لیدنه کې وویل، که څه هم د هېواد دفاع د افغان ځواکونو حق دی، خو باید افغان حکومت له پاکستان سره دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
مرتضوي زیاته کړه، چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پیدا کېدونکې ستونزې باید د ډيپلوماتیکي خبرو له لارې حل کړی شي.
د تېرې یکشنبې په ورځ په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ هغه وخت نښته رامنځته شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو په صفري سیمه کې تأسیسات جوړول.
د یادولو ده، دا مهال د دواړو غاړو له خوا اوربند اعلان شوی دی، خو ویل کیږي، چې د جګړې د بیا پيل کېدو وېره شته.



