د واده په مراسمو د عربستان ایتلافي ځواکونو بمباري وکړه

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴

راپور: حماس افغان

تېره ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ د «عربستان ايتلافي » ځواکونو جنګي الوتکو يمن کې د واده په مراسمو هوايي بريدونه کړي دي، چې په پایله کې يي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي دي، او ګڼ شمېر نور يې ټپیان کړي دي.

عربي رسنيو د راپورونو په بنسټ دغه هوايي بريد د سرې بحيرې په ساحلي کلي «وحيجه» کې د واده په مراسمو ترسره شوی دی، په دغه هوايي بريد کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي هم دي، د روغتيايي چارومسئولينو اندېښنه څرګنده کړې ده چې کېدای شي د مړو شمېره نور هم لوړه شي.

له بلې خوا د سعودي عربستان چورلکو تېره ورځ هم د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د « بني زلا » په کلي باندي له الوتکو ډزې کړي وې چې له امله يې ۲۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې حوثي ياغيانو پرخلاف د عربستان ايتلاف د يمن په بېلابېلو سيمو کې بمبارونه کوي خو دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د واده په مراسمو بمبار ترسره کيږي او ولسي وګړي پکې وژل کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button