مجاهد: کندز کې د دولت ادعاوې حقیقت نلري، وضعه نورماله ده

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴
راپور: حماس افغان
نن له غرمې مخکې یو لړ رسنیو د دولتي چارواکو ادعاوي خپرې کړې، دعوه يي کوله ګواکي دوی د کندز په مرکز عملیات پیل کړي امنیه قومندانۍ، محبس او نورې سیمې يي بېرته له طالبانو څخه نيولي دي، په دې اړه ذبیح الله مجاهد وايي دغه ادعاوې هېڅ حقیقت نلري.

مجاهد وايي د دښمن دغه ادعاوې په کلکه ردوو، په کندز کې وضیعت په عادي ډول روان دی، خلک په آرام ژوند کوي، مجاهدین په استحکاماتو بوخت دي، د دښمن د عملیاتو هيڅ اثرات نشته او نه هم د دې توان لري چې بیرته را وګرځي، امریکايي الوتکو دوه ځایه بې هدفه هوایي بریدونه وکړل چې ځاني تلفات يي نه درلودل.
دغه راز ادعاوې شوې وې چې په کندز کې دولتي تاسیسأتو ته اور ورکړل شوی دی، یا صرافۍ غلا شوي دي، یا د زرو دکانونه چور شوي دي او یا بانکونه لوټ شوي دي، په دې اړه طالبان وايي چې کندز کې د چا ستن هم نه ده ضایع شوې دا ټول يي پوچ تبلیغات بللي دي، او ويې ويل چې دا د دوی د بدنامولو بې ځایه هڅې دي چې کوي یې.
دغه راز مجاهد ویلي دي چې کابل نه چې کوم کومکي افغان ځواکونه راغلي دي اوس مهال په بغلان کې بېلابېلو کمینونو کې ایسار پاتې دي نشي کولای چې کندز کې دې دوی ته خنډ جوړ کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button