افغانستان د پاکستان په غوښتنه د تورخم پر سر د خبرو په موخه اسلام اباد ته پلاوی استوي

کابل ټکی کام ۲۸غبرګولي/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وايي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته یې په تورخم کې د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره خپل هېواد ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
ښاغلي عزیز پارلمان ته د دغه خبرو په جريان کې وويل، چې دوی غواړي تر څو له ګاونډي هېواد افغانستان سره ښې اړیکې ولري.
د ملي امنیت شورا اعلان کړه، چې افغان حکومت د عزیز د دغې بلنې پر سر له یوه اوږده بحث وروسته پرېکړه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال تر مشرۍ لاندې یو پلاوی پاکستان ته ولاړ شي.
دغې شورا ویلي دي، چې د دغه پلاوي د سفر موخه په تورخم کې د وروستیو راپورته شویو شخړو هوارول، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کول دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button