د هلمند دامنیه قومنداني دامنیت امر چې څه وخت مخې ټپي شوی و، نن په روغتون کې ساه ورکړه

کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی۲۸ زرغون خوږیاڼی

مل پاسوال غلام جیلاني خروټی، د غبرګولي په ۱۳مه د لښکرګاه – مارجې ترمنځ د لويې لاري د خلاصون په عملیاتو بوخت وو، چې د وسله والو طالبانو په یو ښخ کړای شوي ماین په انفجار سره ژوبل شوی و، نن د ملي امنیت په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې لیکلي دي، چې مل پاسوال غلام جیلاني خروټی د خپلو ټپونو له امله  نن خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ملي امنیت یاد روغتون ته د کورنیو چارو وزیر او نور حکومتي لوړپوړي چارواکي ورغلي او د جیلاني په وژنه یې خواشیني څرګنده کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button