کابل ټکی کام ۲۸غبرګولي/۱۳۹۵، شعر: بلېنډه بدرۍ
ماته خو هیڅ نه ده که ته راشې او که نه راشې
بس خو چې یو ځل د خپلې مور په ژوندانه راشې
نه د ې خدای بخښي نه به په ژوند کې زه در وګورم
ته که له غزا نه تښتیدلی تر کاله راشې
ټوله شپه مې پریږدې اندیښنې راسره ملې شي
خوبه نامراده چې ایله په لمر خاته راشې
ځار له دې خوږلوټي تصادف چې زه ګودر ته ځم
ته ښکلیه ماشومه هغه سات له جوماته راشې
ژاولې به ضرور راته راوړې چې له مکتب راځې
یاد لره صبا چې د بر چم په دُوکانه راشې
اوس دې دا د ناز په بې روخۍ کې ښه غره اوسه
څومره خوند به وکړي چې یو دم مې په واده راشې

















