کابل ټکی کام ۰۱چنګاښ/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند
د رویټرز خبري اژانس له لورې په تازه خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې LG کوریایۍ کمپنۍ داسې ټلویزیونونه جوړ کړي دي، چې ماشې شړي.
په راپور کې د برېښنايي توکو د مشهورې کوریایۍ کمپنۍ (LG) له قوله ویل شوي دي، چې دوی دا مهال د داسې ټلویزیونونو په جوړولو توانېدلي دي، چې له اطاق څخه دې ماشې وشړي.
په راپور کې د دغو ټلویزیونو ډېرې ځانګړتیاوې ښودل شوي دي، چې دوه جالبې یې په لاندې ډول دي:
*دغه ټلویزیونونه د (Ultrasonic) نومي څپو په خپرولو سره ماشې شړي، چې انسان یې نه شي اورېدلی.
*ټلویزیون که لګېدلی وي، او کنه، دغه څپې خپريږي او ماشي شړي.
په راپور کې ویل شوي دي، چې دغه ټلویزیون به په هندوستان کې ډېر مؤثر تمام شي، ځکه هلته ماشې ډېرې دي، چې له کبله یې په لکونو انسانان د ملاریا یا په زیکا ناروغیو اخته دي.
LG رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې دوه ماډله ټلویزیونونه یې د ماشو د شړلو لپاره جوړ کړي، چې د لومړني ماډل بیه یې ۳۹۴ ډالره ده، او د دویم ماډل بیه یې ۷۰۶ امریکایي ډالره ده.
LG زیاته کړې ده، چې دوی کوښښ کوي، د دغو ماډلو بیه نوره هم ټیټه کړي، ترڅو د هند خلک چې ډېرې پیسې نه لري، په اسانه توګه ورته لاسرسۍ وموندي.


















