د زکوة مسائل (ديارلسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په عالم برزخ کې د زکوة نه ورکونکو انجام

د معراج په شپه رسول الله صلی الله عليه وسلم وليدل، هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل : په يوه قوم باندې تير شوم چې هغوى په شرمګاه باندې مخته او وروسته د زړو جامو ټوټې تړلې وې او د ميږو په څير څريدل او د زقوم او د جهنم ډبرې يې خوړلې، رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه دا کوم خلک دي؟ حضرت جبرئيل عليه السلام وويل : دا هغه خلک دي کومو چې په خپل مال کې زکوة نه ورکولو، او په هغوى باندې الله تعالى جل جلاله ظلم نه دى کړى، او ستا رب په خپلو بندګانو باندې ظلم کونکى نه دى ([1]).

د زکوة نه ورکونکو لپاره چې کومې سزا ګانې الله تعالى جل جلاله په آخيرت کې تجويز کړې دي هغه جلا دي، همدغه عذاب له حشر څخه شروع کيږي، لکه څرنګه چې په يو شمير سنګينو مجرمانو باندې د مقدمه له فيصلې څخه دمخه يو شمير سختى په حکومت کې پرې لګيږي او محکمه يې هم په ذلت او رسوائي سره وړاندې کوي، همدا رنګه له خداى جل جلاله څخه له باغي مجرمانو سره هم په حشر کې همدا ډول کيږي ([2]).

په حديث شريف کې راغلي چې د اسلام بنياد په پنځو شيانو باندې دى :

(١) په دې ګواهي ورکول چې له الله تعالى جل جلاله پرته بل هيڅ معبود نشته، او حضرت جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالى جل جلاله بنده او رسول دى.

(٢) د لمانځه قايمول.

(٣) زکوة ورکول.

(٤) حج کول.

(٥) د رمضان المبارک مياشتې روژې نيول ([3]).

په يوه بل حديث شريف کې راځي : چا چې د خپل مال زکوة اداء کړ هغه له خپل مال څخه شر ليرې کړ ([4]).

په يوه بل حديث شريف کې راځي : خپل مالونه د زکوة په ورکولو سره محفوظ کړئ، د خپلو ناروغانو په صدقه سره علاج وکړئ، او د مصيبتونو له طوفان سره په دعا او تضرع سره مقابله وکړئ ([5]).

په يوه حديث شريف کې راځي : کوم کس چې د خپل مال زکوة نه ورکوي، د قيامت په ورځ به د هغه مال د ګنجي مار په شکل کې راشي او د هغه له غاړې څخه به تاو شي او د هغه لپاره به طوق جوړ شي ([6]).

کوم کس ته چې الله تعالى جل جلاله مال ورکړى وي او دی د هغه زکوة نه ورکوي نو هغه به مار جوړ کړى شي، د هغه په غاړه کې به واچول شي او هغه به وايي چې زه ستا مال وم او ستا خزانه وم.

مار چې په کور کې راووځي، نو د ويرې له امله په تياره کې په هغه کور کې ګرځيدل مشکل کيږي هسې نه چې رانه تاو نشي، مګر د الله تعالى جل جلاله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي چې نن ورځ په محفوظو خزانو کې او د اوسپنو په الماريو کې ايښودل شوى مال د زکوة په نه ورکولو سره صبا ستاسو لپاره مار جوړيږي او له تاسو تاويږي.

په کور کې د مار تاويدل ضروري نه دي، دا محض احتمال دى، ښائي چې هغه تاو شي او په همدې هکله بار بار فکر او ويره موجوده وي چې هسې نه له دې خوا څخه را ونه ووځي او له دې خوا څخه را ونه ووځي، او د زکوة په نه ورکولو باندې د هغه عذاب يقيني دى، بيا هم د هغه ويره مونږ ته نه کيږي ([7]).

د زکوة په نه ورکولو باندې دنيوي عذاب

له حضرت بريده رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم قوم هم چې زکوة ورکول پرې ايښي دي نو الله تعالى جل جلاله هغه په قحط سالي کې مبتلاء کړى دى، او چې د خپلو خپلو مالونو زکوة پريښودل شي نو ضرور له آسمان څخه د باران وريدل بند کړى شي، تر دې چې که چيرته ځناور نه واى نو يو څاڅکى به هم نه وه وريدلى ([8]).

([1]) مسائل زکوة، ص : ٢٩، بحواله : نشر الطيب، ص : ٥١.

([2]) ترغيب، ج : ٢، ص : ١٨٢.

([3]) بخاري او مسلم، ج : ١، ص : ٣٢.

([4]) کنزالعمال، مجمع الزوائد، ج : ٣، ص : ٦٣.

([5]) ابو داؤد شريف.

([6]) نسائي، ص : ٣٣٣.

([7]) مسائل زکوة، ص : ٢٩ – ٣١، بحواله : فضائل صدقات، ج : ١، ص : ٢٣٦.

([8]) مسائل زکوة، ص : ٣١، بحواله : ترغيب، ج : ٢، ص : ١٩٠، وفقه الزکوة، ج : ١، ص : ١٠٧.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button