د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل
د عراقي فوځونو نظامي سرچينو خبر ورکړی چې د عراق د فوځ، پولیسو، او ولسي پاڅون له ملیشو نه نږدې۳۰ کسان هغه وخت ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول چې په ځواکونو یې درې موټر بم چاودنې ترسره شوې دا تلفات په داسې حال کې عراقي او ائتلافي پوځیانو ته وراوړي چې په لسګونو نور سرتیري یې د الفلوجه ښار د روغتون شاوخوا سیمو کې په نورو بریدونو کی وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې د موټر بم دغه درې چاودنې د اسلامي دولت د تنظیم (داعش) لخوا د عراقي او ائتلافي ځواکونو پر درې فوځي عراده جاتو د الرسالة او الشارع الجدید په سیمو کې چې د الفلوجة ښار جنوب خواته موقعیت لري ترسره شوې چې د موټر بم دغه عراده جاتو ډریوري د اسلامي دولت تنظیم (داعش ) ځانمرګو سرتیرو لخوا کیده.
خبر زیاتوي چی د دغو درنو بریدونو نه وروسته د دواړو خواوو تر منځ سختې نښتي پیل شوې، چې له امله یې عراقی امنیتي ځواکونه او د قومي پاڅون ملیشې د سختو تلفاتو له لیدو وروسته مجبوره شوې چي د النزال سیمی ته شاتګ وکړي.
خبر زیاتوي چې عراقي امنیتي ځواکونو او قومي ملیشو د هاوان او توغندیو په واسطه د الرسالة او الشارع الجدید سیمې هغه وخت تر اور لاندې ونیوي چې د دغې سیمې پر پراخو پرتو سیمو باندې د اسلامي تنظیم دولت ځواکونو خپله ولکه ټینګه کړه.
| دا په داسې حال کې ده چې عراقي ځواکونو ته د اسلامي تنظیم دولت(داعش) سره په الفلوجه او الرمادي ښار کی د نښتو پر مهال د پنځوسو نه د زیاتو افرادو مرګ ژوبله اوښتې ده. |
همدا راز د عراقی ځواکونو نه شل سرتیري نور هغه وخت ووژل شول چې په الفلوجه ښار کې د روغتون تر شاوخوا یې د اسلامي تنظیم (داعش) له ځواکونو سره نښته وکړه د الجزیرة سرچینې زیاتوي چې د اسلامي دولت تنظیم په دغه سیمه کې پر عراقي ځواکونو یو پراخه برید ترسره کړ او خپلو څلورو د بمونو ډکو موټرو ته یې چاودونه ورکړه چې له چاودنو سملاسي پس نښتې پیل شوې چې تر اوسه ادامه لري.
سرچینې وایي چې د اسلامي دولت تنظیم (داعش) خپل تازه دم نور سرتیري هم روغتون ته څیرمه په الضباط سیمه کی ځای پر ځای کړي دي.
همدا راز پوځي سرچینې زیاتوي چې دیرش عراقی نور سرتیري هغه مهال ووژل شول چې د الرمادي په شمال غرب سیمه کې له د اسلامی دولت تنظیم (داعش) سره په نښته شول.
سرچینو یادونه کړې ده چې د اسلامی دولت تنظیم (داعش) وکولای شول چې هغو ائتلافي ځواکونو ته چې سل سرتیري یې لرل او د دوهم پوځ په نوم د مغاویر لواء او الانبار عملیاتي کنډک مربوط د الزنکورة په سیمه کې د یوه سخت کمین لاندې راولي او درانه تلفات ورواړوي.
د الفلوجه اوالرمادي ښارونو د روانو جګړو په اړه په بغداد کې یو عراقی خبریال او مبصر ښاغلی حسین الدلیمی تبصره کړې او وایي چې پر فلوجې ښار باندې د عراقی ځواکونو لخوا لوی برید له وخت نه مخکې و، جګړه د اسلامي دولت د تنظیم په ګټه تمامه شوه په دې معنی چې تنظیم وکولای شول څو خپل ځواکونه د دغه ښار په جنوبی سیمو کی ځای پر ځای کړی او ډیرې لاسته راوړنې ولري چې ایله پرون عراقی پوځ هغی ته د ننوتلو او په هغی باندی د ولکی ټینګولو اعلان وکړ.
الدلیمي زیاتوي د اسلامي دولت تنظیم (داعش) وکولای شول عراقي ځواکونه تیرباسي په داسې شکل سره چې لاره یې ورکړه څو الفلوجی ښار ته ننوځي او بالآخره یې په یوه ستر کمین کې راګیر کړل او جګړه یې د سرکونو او کوڅو پر سر ورسره پیل کړه چې پکې هوایي بریدونو او د توپونو او توغندیو ویشتل هیڅ ګټه نلري.
الدلیمي زیاتوي چې په الرمادي ښار کې د دغه ښار شمالي برخې د اسلامی دولت د ځواکونو تر ولکې لاندې دي ،عراقي پوځ محاصره شوی او اوس د اسلامي دولت تنظیم (داعش) په آسانۍ سره کولای شي چې عراقي ځواکونه تر اور لاندې ونیسي او ستر تلفات ورواړوي.


















