اردوغان پوتين ته! «بښنه غواړم چې الوتکه مو په نښه کړه»

کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

تازه راپورونه وايي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د روسۍ الوتکې د نسکورېدو له کبله بښنه غوښتې ده.

کریملین وايي، چې اردوغان پوتین ته یوه پیغام لېږلی دی، او د وژل شوي پیلوټ له کورنۍ سره یې غمرازي ښودلې ده.

اردوغان په لیک کې کښلي دي، چې د دواړه هېوادونو د بیا ښو اړیکو غوښتونکی دی.

اردوغان په لیک کې لیکلي دي، چې روسیې ته د یوه دوست او دفاعي ملګري هېواد په سترګه ګوري.

د روسیې یوه جنګي اېس یو ۲۴ ډوله الوتکه په ترکیه کې د ترکي ځواکونو له خوا هغه مهال وویشتل شوه، کله یې چې د ترکیې پر حریم تېری وکړ.

هغه مهال مسکو ترکیې ته وړاندیز وکړ، تر څو له دوی څخه بښنه وغواړي، مګر اردوغان د دوی غوښتنه رد کړه، او د مسکو غوسه یې راوپاروله.

روسي چارواکو د ترکیې له لورې د دوی د غوښتنې د ردولو په غبرګون کې ترکیې ته پر سوداګریزو بندیز لګولی وو، او دغه هېواد ته د روسي سېلانیانو تګ یې لغو کړی وو.

د یادولو ده، ترکي چارواکو هغه مهال ویلي وو، چې پنځو دقیقو کې روسۍ الوتکه لس ځلې د ترکیې خاورې ته واوښته، چې د خبرداري ترڅنګ یې بیا د دوی پر خاوره تېری وکړ.

مګر د روسیې دفاع وزارت ویلي وو، چې الوتکې یې په سوریه کې دننه الوتنه کوله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button