تبصره
په ٢٠١٤کې چې په افغانستان کې دبهرنيوځواکونو جنګي ماموريت پای ته ورسيد دناټو ددفاع وزيرانو په برکسل کې غوڼده وکړه او داپريکړه ېې وکړه چې وروسته تردې به دافغانستان سره دامنيتي ځواکونو دروزنې او همکارۍ لپاره مرستې کوي .
دناټوپه غونډه کې داهم وويل شول چې تر٢٠١٧پورې به دافغانستان سره دناټو په چوکاټ کې مرسته وشي خو دامريکا ددفاع وزارت اعلان کړه چې که اړتياوليدل شوه دافغان پوځيانوسره به دوخت سره برابرپه مرستوغورکيږي سره له دې چې جنګي ماموريت پای ته رسيدلى بیاهم که اړتياوليدل شوه نظامي همکاري او مرسته به ورسره کيږي .
اوس چې د برتانيالخوا د افغانستان سره بيا د نظامي مرستې وعده وشوه چې دافغان پوځ داړتياو لپاره به تر ٢٠٢٠پورې مرستې دوام ولري داپه دې معنى دي چې ترڅه وخته پورې دافغانستان سره دناټوپه چوکاټ يا هرهېوادپه جلاتوګه نظامي مرستې کوي په افغانستان کې به جګړه دوام ولري.
افغانستان کې نظامي مرستې د ولس لپاره هيڅ په ګټه نه دي نظامي مرستې هغه وخت دولس لپاره په ګټه دي چې دولس لپاره دامن او سولې زمينه برابره شي .
بله داچې په نظامي لګښتونوسره په هېوادکې تراوسه پورې امن قايم شوی نه دى د ٢٠٠١ميلادي کال راپه ديخوا دامريکا،برتانيې اوهم دناټو په چوکاټ کې په ملياردونو ډالرمصرف کړل شول خو په افغانستان کې امن قايم نه شو اونه دهېواد دسلامتيالپاره پرې کوم ډاډ ترلاسه کړل شو.
دبرتانيه دنړيوالې پرمختيا وزير ډسمونډ سوين په کابل کې خبري کنفرانس ته ويلي چې هېوادبه ېې دافغانستان سره په کړو ژمنو وفاکوي او تر دوه زره شل پوري به دافغانستان پوځ سره مرسته کوي که څه هم دبرتانيي دپرمختياوزير په دې مرستوکې د هېواد دنورواړينو برخو يادونه هم کړي ده خو هدف ېې نظامي مرستې دي .
دبرتانيي دپرمختګ وزير افغانستان سره داويامليونه پونډه داعلان ترڅنګ په ناټو غړو هېوادونو هم غږ وکړ چې دافغانستان سره خپلو مرستوته دوام ورکړي.
دافغانستان سره دپنځلسو کالو راپه ديخوا په ملينونوډالر مرستي وشوې خوخپله د امريکايي چارواکو په وينا دمرستو زياته برخه ېې شخصي جيبونو ته تللې او دملت په درد نه ده لګو ل شوې .
اوس په کابل کې دبرتانيي دپرمختګ وزير د اعلان څخه دا څرګنديږي چې برتانيا ، امريکا او ورسره دناتو غړي هېوادونه په افغانستان کې مرستې دهېواد دپرمختګ لپاره نه بلکې په افغانستان کې دجګړې د دوام لپاره کوي .
ترڅو چې دافغانستان سره په يوه اوبله پلمه نظامي مرستې دوام ولر ي په افغانستان کې به جګړه هم دوامداره وي.


















