کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۸ زرغون خوږیاڼی
په فرانسه کې د اروبايي فوټبال سیالیو په لړ کې پرون د ایټالیا لوبډلې اسپانیا ته دوه پر صفر ماتې ورکړه
د ایټالیا لوبډلې لپاره لومړی ګول جيورجيو کيليني د لومړۍ لوبې په نيمايي کې وکړ او د ګټلو لپاره یې ور پرانیست.
د لوبې په وروستي پړاو کې ګرزينو پلې په دې وتوانېدلو، چې د لوبې دوهم ګول وکړي او د ایټالیا لپاره ګټل یقیني کړي.
اسپانیا ونه تونیدله چې د لوبې تر پایه کوم ګول وکړي.
د دغې لوبو له ګټلو سره ايټاليا په منځلوبو کې ځان ته ځای وموند.
مخکې اسپانیا دوه ځله په پرله پسې توګه د اروپايي فوټبال سیالۍ ګټلې وې، چې اوس یې د ایټالیا لوبډلې لخوا ماتې وخوړه.
ویل کیږي، چې د ایټالیا راتلونکې لوبه به د چنګاښ پر دولسمه نېټه له جرمني سره وي.
د لوبې په پړاو کې د ایټالیا او اسپانیا تر منځ سیالۍ کې ډي ګيا ښه دفاع وکړه. ویل کېږي که ده ښه دفاع نه وای کړی نو ښايي ایټالیا سخته ماتې خوړلي وای.
نوموړي د لوبې په لومړيو ۴۵ دقيقو کې درې ځله توپ را اېسار کړ او د ګولو کولو مخه يې ونیوله.
د ۲۰۱۲ کال اروپا فوټبال سياليو په ترڅ کې اسپانيا ايټاليا ته ۴ پر صفر ماتې ورکړې وه، خو دا ځل يې ونشوای کړای، چې لوبه ترې وګټي.
ایټالیا په روانو سیالیو کې له بلجیم او سویډن څخه هم لوبې ګټلي او یوه لوبه یې ایرلنډ ته بایللې ده.


















