محمود خان اڅکزی: هیچاته به اجازه ورنکړي، چې په پاکستان کې افغانان وځوروي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۸ زرغون خوږیاڼی

د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزې وایي: هيچاته به اجازه ورنکړي، چې په پاکستان کې افغانان وځوروي، که افغانان په نورو سيمو کې ځورول کيږي نو پښتونخوا سيمه لويه ده الته دی ورشي.

اڅکزی وايي: افغانستان سره زمونږ تاریخي رشتې دي، مونږ د افغانانو لپاره هیڅ شناختي کارت نه غواړو.

ښاغلي اڅکزي رسنیو ته په تازه خبرو کې وويل : دواړه غاړې دې له حوصلی کار واخلي او په خبرو دې د تورخم موضوع حل کړي.

ده وویل: که دواړه هيوادونه د خبرو له لارې د تورخم موضوع نشي حل کولای، د تورخم مسئله دې چين او امريکا ته پريږدي په دوو اونيو کې به يې حل کړي .

اڅکزي د خبرو پر مهال وویل: که پر افغانانو څوک زړه نه سوځوي له خدایه دې وویریږي.

اڅکزی دا خبرې په داسې مهال کې کوي، چې اوسمهال په پښتونخوا کې ۱۲۰۰ افغان مهاجرین د پولیسو لخوا نیول شوي او د یو ورک برخلیک په توګه په زندانونو کې پراته دي.

 اوس چې دوه ورځې وروسته د جون په ۳۰مه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو رسمي وخت پوره کیږي، د خیبرپښتونخوا حکومت له مرکزي حکومت څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده نوره ونه غزوي او سملاسي دې د ثبت او ناثبت افغان مهاجرینو د ویستلو لړۍ پیل کړي.

بلخوا د مهاجرینو په اړه د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ UNHCR بیا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې تر ۲۰۱۷ز کال پورې د افغان مهاجرینو وخت وغزوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button