کابل ټکی کام ۱۷چنګاښ/۱۳۹۵،عبدالهادي همت
د ناټو د غړیو هېوادونو مشران به سبا جمعه د پولند په پلازمینه وارسا کې غونډه پیل کړي اود افغانستان وضعیت به یې د بحث اساسي موضوع وي .
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به محمداشرف غني او اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله هم ګډون وکړي.
محمد اشرف غني او ډاکټرعبدالله به د وارسا په غونډه کې له ګډونوالو ۶ ځانګړې غوښتنې وکړي.
د ناټو له غړو هیوادنو به دافغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس وغواړي چې د امنیتي ځواکونو تعلیم، تمویل او تجهیز جاري وساتي او د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره مرستې وکړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، د غونډې په څنډه کې به له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله سره ځانګړې خبرې وکړي.


















