ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د اوباما د پرېکړې هرکلی وکړ

کابل ټکی کام ۱۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
امریکایي ولسمشر بارک اوباما پرون د یو شمېر لوړپوړو امریکایي چارواکو سره له مشورې وروسته پرېکړه وکړه، چې د راتلونکي کال تر پایه پورې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۸۴۰۰ تنو ته راټيټ کړي.
دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایي سرتیري مېشت دي.
له دې څخه مخکې په پام کې وه، چې دغه شمېر به پنځه نیم زرو ته راټيټ کړی شي.
افغان ولسمشر غني د اوباما د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی، او د «ترهګرۍ» پر خلاف د امریکایي ځواکونو تخنیکي او امنیتي همکارۍ یې د قدر وړ بللي دي.
غني وویل، چې د هېواد په دفاع کې امریکایي ځواکونه مهم رول لوبوي.
د یادولو ده، طالبانو د دغې پرېکړې په اړه توند غبرګون ښودلی دی، او ویلي یې دي، که په افغانستان کې هر څومره امریکایي سرتیري وي، ماتې یې حتمي ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button