کابل ټکی کام ۱۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن ماسپښین ولسمشر غني د وارسا غونډې په څنډه کې له امریکایي ولسمشر بارک اوباما سره وکتل، او په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر غني پولنډ ته د خپل سفر د دویمې ورځې په ماسپښين د وارسا غونډې په څنډه کې له امریکایي ولسمشر بارک اوباما سره وکتل.
خبرپاڼې لیکلي دي، چې په دغه کتنه کې د ملي یووالي حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.
د دغې کتنې پر مهال اوباما وویل، چې د سیاسي او نظامي مسئولینو د ارزونو او د افغانستان خلکو او دولت ته د تعهد پر اساس یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې د تمدید تصمیم نیولی دی.
امریکایي ولسمشر د ملي یووالي حکومت د لیدلوري ستاینه وکړه، او د دوی لاسته راوړنې یې «د قدر وړ» وبللې.
خبرپاڼې کښلي دي، چې اوباما ژمنه وکړه، چې مونږ او نړۍ له افغانستان سره یو، او د دوی سره به د همکارانو په توګه اوسو.
ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په اړه د امریکایي ولسمشر اوباما د وروستي تصمیم څخه مننه وکړه.
خبرپاڼې زیاته کړې ده، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا، امنیتي مسایلو او همدا راز په افغانستان کې د سولې د تأمینولو په اړه خبرې اترې وکړې.


















