اوباما د دالاس ښار د پېښې قربانیانو ته د درناوي په موخه، د ملي بیرغ د نیمه ځوړندېدو امر کړی

کابل ټکی کام ۱۸چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
اوباما د دالاس ښار د پېښې قربانیانو ته د درناوي په موخه د امریکا د ملي بیرغ د نیمه ځوړندېدو امر کړی دی.
نن د امریکا د ټکساس ایالت په دالاس ښار کې په سیمه ییز وخت ۸:۴۵ بجې د تورپوستو د مظاهرې پر مهال د ډزو له کبله ۵ پولیس ووژل شول، او اته نور ټپيان شول.
مظاهره د دوو هغو تورپوستو د وژنې په غبرګون کې روانه وه، چې د پولیسو له خوا وژل شوي وو.
دا مهال سپینې ماڼۍ خبر ورکړی دی، امریکایي ولسمشر بارک اوباما امر کړی دی، چې د دالاس ښار د پېښې له کبله دې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
خبر وايي، چې اوباما دغه امر د دالاس د پېښې قربانیانو ته د درناوي په موخه کړی دی.
له دغه برید وروسته د امریکا کانګرس تړل شوی دی، او د کانګرس غړیو ته امر شوی دی، چې د ځانونو حفاظت دې وکړي.
د دغه برید پړه د تور پوستو یوې ډلې چې (د تور پوستو سیاسي اداره) نوم لري، منلې ده.
https://kabull.com/?p=16370



