کابل ټکی کام ۱۹چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
پاکستاني ټلويزيوني چينلونو خبر ورکړى دى، چې د دې هېواد د ایدهي خیریه ټولنې بنسټګر عبدالستار نن له دې دنيا څخه سترګې پټې کړي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی، چې د ایدهي فاونډېشن مشر ښاغلی عبدالستار د ۸۸ کلونو په عمر د پښتورګو د ناروغۍ له کبله په روغتون کې ساه ورکړې.
د عبدالستار ایدهی زوی فیصل ایدهی وایي، چې پلار یې څو ورځې وړاندې د پښتورګو د علاج لپاره د کراچۍ یوه ځانګړي روغتون (سند انسټیټیوټ اف یورالوجي اېنډ ټرانسپلانټ اېس ای یو ټي) ته وړل شوی وو، او هلته ورته د ساه بندۍ ستونزه پېښه شوه.
نوموړی وايي، چې د پلار جنازه به یې سبا شنبه د ماسپښین څخه وروسته ادا کیږي.
د دغه روغتون چارواکو ویلي دي، چې د عبدالستار د لوړ عمر د لرلو له کبله دوی ونه توانېدل، چې نوموړي ته نور پښتورګي ور واچوي، ځکه تر درملنې لاندې وو.
دوی وایي، نن د جمعې په ورځ یې عبدالستار په ونټي لېټر کې اچولی وو، چې په وینټر لېټر کې یې له شپږو ساعتونو تېرولو وروسته ساه ورکړه.
د سنده حکومت د عبدالستار په مړینه باندې د درې ورځو د ماتم اعلان کړی دی.
نوموړي د هند په ګجرات سیمه کې دې دنیا ته سترګې غړولي دي، چې د پاکستان په جوړېدو سره کراچۍ ته تللی وو، او په پاکستان کې یې د دوو کلونو له اوسېدو وروسته یوه خیراتي اداره جوړه کړه، چې لومړی ډېره محدوده وه، خو دا مهال په نړیواله کچه په خیراتي ادراو کې شمېرل کېده.
دغه خیراتي اداره په کراچۍ، حیدر اباد، ملتان، لاهور، پېښو او اسلام اباد کې ۳۰ ډسپنسرۍ، په ۲۰ ښارونو کې خیراتي لنګرونه، لېبارټرۍ، د ماشومانو د زېږېدنې مرکزونه او د نرسانو د روزنې سنټرۍ هم لري.
د یادولو ده، دغې خیریه ټولنې په پاکستان کې له مسلمانانو سره ډېرې مرستې کړي دي، چې له همدې وجې یې نړیوال شهرت او د پاکستان په خلکو کې یې محبوبیت موندلی وو.


















