طالبان :په پروان کې مو امریکایې ټانګ او عسکر له منځه وړي دي.

کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۲۴ بصیراحمدپاڅون
طالبانو د یو خبرپانې په ترڅ کې ویلي چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یې د سرک غاړې مائن په واسطه د امریکایي عسکرو ټانګ له منځه وړی او پکې سپاره څلورتنه امریکایي پوځیان یې وژلي دي.
په افغانستان کې میشت د امریکایي پوځ قوماندانۍ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي خو په سیمه کې عیني شاهدان وایي چې پرون سهار یې میدان خولې ته نږدې د امریکایانو ټانګ لیدلی چې طالبانو د سرک غاړې په مائن ټوټه ټوټه کړ، وروسته سیمې ته امریکایي عسکرو څوک نه پریښودل خو د چاودنې ځای ته امبولانس چورلکې راغلې او داسې معلومیدل چې وژل شوي او ژوبل شوي پوځیان یې د بګرام پوځي اډې ته نقل کړل.
د تیرو کلونو په څیر امریکایي ځواکونه زیاتره وخت د خپلو وژل شویو عسکرو راپورونه نه خپروي او داسې ښیي چې ګواکې عسکر نه دي وژل شوي.
د طالبانو پوځي پوهان وایي چې امریکایان د خپلو ولسونو تر درانه فشار لاندې دي او امریکایي ولس په افغانستان کې دامریکایانو جګړه بې مفهومه ګڼي چې د عسکرو په وژنه نه ارزي همدا وجه ده چې امریکایي قوماندانان د خپلو عسکرو په مړینه پټه خوله پاتې کیږي.



