بدخشان: د خاش ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی

کابل ټکی کام ۲۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
طالبانو د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د ټولو پوستو له نیولو وروسته، دا مهال د دغې ولسوالۍ مرکز تر کلکې محاصرې لاندې راوستی دی.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې له پرون ناوخته څخه د شپې تر ناوخته پورې د دغې ولسوالۍ پر ټولو امنیتي پوستو، د اربکیانو پر مرکزونو او قرارګاوو پراخ بریدونه ترسره شول.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د شپې تر لسو بجو پورې یې د دغې ولسوالۍ ټولې پوستې، اړوند کلي، د اربکیانو مراکز او قرارګاوې نیولي دي.
طالبان وایي:
«همدا راز د خاش ولسوالۍ د (سرلوله، بقلک، کج ګردن، تاجکان، کزرها او ظلم آباد، او د جرم ولسوالۍ اړوند د کمالینګ، یباب اوسوچ) سیمې د دښمن له کرغیړن وجود څخه په ټولیزه توګه پاکې شوي.».
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې چې په دغو نښتو کې یې ګڼو عسکرو، پولیسو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، او ګڼې سپکې او درندې وسلې یې نیولي دی.
د یادولو ده، د خاش ولسوالۍ مرکزي ودانۍ له تېرې شپې راهیسې د طالبانو له لورې تر کلکې محاصرې لاندې ده، چې ګڼ عسکر او پولیس پکې محاصره دي او ټولې لارې پرې قطع شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button