د امریکا لویزیانا ایالت کې درې پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي

کابل ټکی کام ۲۸چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا د لویزیانا ایالت په روژ ښار کې پر پولیسو ډزې شوي دي، چې په پایله کې یې درې پولیس وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د روژ ښاروال د دغه برید په اړه رسنیو ته وویل:
«دغه برید د پولیسو پر یوې ادارې شوی دی، او کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورغلل، له یوه بل وسله وال کمین سره مخ شول.».
په خپرو شویو انځورونو کې د پېښې ځای سره د پولیسو موټر او امبولانسونه لیدل کیږي.
دغه برید چې د پولیسو د یوه مرکز په یو نیم کیلو مترۍ کې شوی دی، ټولې ورغلې لارې تړل لارې شوي دي.
پولیس وایي، بریدګر هم د پولیسو له خوا ویشتل شوی دی، خو د مرګ او ژوند په اړه یې معلومات نه لري.
د پېښې لامل تراوسه پورې نه دی په ډاګه شوی.
د یادولو ده، شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هم په دغه ښار او د متحده ایالتونو په ځینو نورو ښارونو کې د پولیسو له لورې د یوه تورپوستې د وژلو پر ضد مظاهرې وشوې، له مظاهره کوونکو څخه یوه وسله وال تن د تګزاس ایالت په دالاس ښار کې پر پولیسو ډزې وکړې، او پنځه پولیس یې ځای پر ځای قتل کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button