طالبان: دهلمند ولایت سنګین ولسوالۍ موبیاونیوله ګڼ شمیر دولتي سرتیري مړه اوټپیان دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۸ عبدالهادي همت

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼي له لاري چې کابل ټکی کام ته يي هم رالیږلي ده ادعاکړي چې تیره شپه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي باندې له څلورو لوریو درانه بریدونه ترسره شول.

چي په نتیجه کې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ ، ورسره ګڼي پوستې او د بازار ډیره برخه ونیول شوه.

په جګړه کې ګڼ شمیر عسکر اوپولیس ووژل شول د مړو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي

زیاته اندازه نظامي توکي هم ونیول  شول

طالبان زیاتوي چې په سنګين ولسوالۍ کې اوس یوه د اردوقرارګاه چې په پې آر ټي باندې مشهوره ده پاته ده هلته هم د محاصرې کړۍ په میشتو سرتیرو باندې تنګه شوې ده

دطالبانو دادعا په اړه په هلمند کې د ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي رسنیوته  ويلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د سنګين پر ولسوالۍ بريد وکړي.

خو د هغه په وينا، طالبان د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او په ترڅ کې د طالبانو ځيني وسلې او مهمات له منځه ولاړل.

ځاځي په دې نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button