قهرمان شه افغان شه

فتحان حنفي

 راشه اتل شه قهرمان شه ګله

یو غیرتمند فخر افغان شه ګله

ځه په احکامو او سنت طریقو

کامل مؤمن ټینګ مسلمان شه ګله

وخت د فتنو دی د بابا پر لار ځه

یا غزنوي یا اکبرخان شه ګله

ستر تاریخونه په کردار جوړوه

خاص په مثال د طالب جان شه ګله

غم دي د خپلې پاکې خاورې وکړه

شه یې غازي یا پرې قربان شه ګله

ژامه یې ماته  د انګریز چنګیز  وه

د خپل نیکه په څیر پټان شه ګله

نن په غیرت نن په ناموس جګړه ده

دین وګټه مجاهد ځوان شه ګله

ډال شه د ټول مظلوم مسلم لپاره

ظالم ته تندر د آسمان شه ګله

اخلاق د پاک نبي اکرم خپلوه

د صحابوو پیروان شه ګله

درسره مل به زه فتحان شم ګرانه

غازي غازي مرد میدان شه ګله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button