په تبر او چړو سمبال افغان کډوال د جرمني اورګاډي کې ۴ کسان ټپيان کړي

کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د جرمني پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې په تبر او چړو سمبال افغان کډوال د دغه هېواد په جنوب کې د یوه اورګاډي پر مساپرو برید کړی، چې له کبله یې ۴ کسان ټپيان شوي دي.
د پولیسو له خولې چې دغه پېښه په سیمه ییز وخت د شپې پر ۹:۱۵ بجو د وزربورګ تمځای ته له رسېدو څخه څو شېبې وړاندې ترسره شوې ده.
پولیس وایي، چې په ټپيانو کې د ۳ تنو روغتیايي حالت نازک دی، او یو بل تن نسبت نورو ته ډېر ښه دی.
پولیسو همدا راز ویلي دي، چې بریدګر له اورګاډي څخه وتښتېدو، خو افسرانو پرې ډزې وکړې، او ویې واژه.
د جرمني د چارواکو له رسنیو سره د بریدګر په اړه یو لړ معلومات شریک کړي دي، او ویلي یې دي:
«دغه بریدګر ۱۷ کاله عمر درلود، دلته د جرمني په اخسنفورت ښار کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه، نوموړی اروپا ته یوازې راغلی وو.»
د برید د اصلي لامل په اړه تراوسه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د یادولو ده، په تېره می میاشت کې هم یوه بریدګر د مونیخ ښار د اورګاډو پر یوه تمځای کې یو کس وواژه، او ۳ نور یې ټپيان کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button