ویکيلیس د ترکیې د ناکامې کودتا په تړاو اسناد افشا کوي
کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د اسنادو افشا کوونکی نړیوال سازمان ویکیلکیس په ترکیه کې د روانې اونۍ د ناکامې کودتا په تړاو سیاسي رازونه افشا کوي.
د دغه نړیوال افشا کوونکي سازمان په ټویټر پاڼه کې د دوشنبې په ورځ لیکل شوي وو، چې په لومړنیو ترلاسه شویو معلوماتو کې ۳۰۰۰ ایمیلونه او څه د پاسه ۵۰۰۰ اسناد شامل دي، چې ډېری یې په ترکي ژبه دي.
ویکيلیکس وايي، چې ترکیه کوښښ کوي، تر څو دغه اسناد له نشر څخه مخکې سانسور کړي، او د ترکیې خلک کولای شي، تر څو د هغو سانسور ضد سافټویرونو څخه استفاده وکړي، او دغو اسنادو ته لاسرسۍ ومومي.
د خبرونو پر اساس چې افشا کېدونکې رازونه یوازې سیاسي دي، چې د ترکیې د ناکامې کودتا سره تړاو لري.
د ویکیلیکس په خپلو ټویټونو کې ویلي دي، چې دغه سازمان د دغو سیاسي رازونو افشا کول د دې له کبله نه کوي، چې له حاکم حزب څخه دې حمایت وکړي، او یا هم مخالفت؛ بلکې د رازونو له افشا کولو څخه یې هدف د حقیقت څرګندېدل دي.
د یادولو ده، په روانه اونۍ کې د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان باندې کودتا وشوه، چې د خلکو له خوا یې مخه ونیول شوه، او اردوغان د دغې کودتا اصلی عامل امریکایي مېشت فتح الله ګولن بللی دی.



