امریکا خپل اهداف پوره کړل، خو افغانانو ته یې سور ناورین جوړ کړ

کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، لیکنه: مطیع الله وجیح
ټوله نړۍ اوس دې فکر ته رسېدلې ده، چې افغانستان باندې یرغل ځان کندې ته غورځول دي، ځکه د افغانانو مبارزه او د مبارزې په ډګر کې د دوی هلې ځلې او کامیابۍ ټولې نړۍ ته معلومه شوې ده.
خو هر اشغالګر د ماتې تر څنګ خپلو اهدافو ته ځان رسولی دی، او د کومو ګټو په موخه چې راغلي وي، هغه یې تر یوه حده پورې ترلاسه کړي وي.
امریکايي اشغالګران هم یو له هغو اشغالګرانو څخه دي، چې په افغانستان کې یې د اسلامي فکر له منځه وړلو لپاره هر ډول ظلم او وحشت څخه استفاده وکړه.
او هم یې داسې تبليغات په کار واچول، چې د ډېری افغانانو ذهنونه یې د ځان د پاليسيو لپاره ګټمن او غلام جوړ کړل، د خپل ځان په اړه یې داسې نظر ورکړ، او د بعضو نورو ته يې د ميډيا په زور داسې نظر پيچکاري کړ، چې ګواکي امریکا زمونږ هېواد کې نا امني ختمول او د وطن ابادول غواړي.
خو حقیقت هغو افغانانو لا دمخه ښه درک کړی وو، چې د همدغو امریکایي سرتېرو پر خلاف یې سنګر نیولی وو، د دوی د ختمونې په موخه یې وسلې پورته کړې وې.
امریکا چې د دغو سنګریانو د نظریې په اړولو ونه توانېده، نو د دوی پر خلاف یې له هر ډول ظلم او وحشت څخه کار واخیست، نه یوازې دغه سنګریان، بلکې د ولسي خلکو کورونه، مساجد او نور عام المنفعه ځایونه یې بمبار کړل، په زرګونه افغانان یې شهیدان کړل.
د پورتنیو اهدافو سربېره یې په افغانستان کې فحشاء او منکرات په عامه توګه خواره کړل، خپلې کېمیاوي وسلې یې وازمویلې او پر هېڅ داسې کار یې صرفه ونه کړه، چې د افغان مجاهد ولس پکې نه وي ځورېدلي.
د دې ټولو اهدافو ترلاسه کولو برسېره یې په افغانستان کې د داعش پروژه منځته راوړه، تر څو په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکميت مخه ونیسي.
په پای کې دې نتیجې ته رسیږو، چې امریکا زمونږ په هېواد کې خپل اهداف پوره کړل، په ګران هېواد کې یې د افغانانو ترمنځ یو سور ناورین رامنځته کړ، چې د دوی په مالي او پوځي مرستو به په افغانستان کې د ظلمونو او وحشتونو لړۍ تر ډېره دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button