سالنګ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ اړوند په قبر کلینر سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ درنده جګړه روانه ده.

دغه جګړه چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې پیل شوې ده، لا هم په شدت سره دوام لري، او د پروان-بغلان لویه لاره په ټولیزه توګه تړل شوې ده.
تراوسه پورې په دغه جګړه کې د پولیسو یو رېنجر موټر د راکېټ په مټ له منځه تللی دی، او پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تراوسه پورې نور معلومات نه دی ترلاسه شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button