خوست کې سېلابونو د ولسي خلکو دوه موټر وړي، ۱۷ کسان مړه دي

کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د خوست چارواکو ویلي دي، چې د علي شېرو او صبریو ولسوالیو کې د ولسي خلکو دوه موټرونه سېلاب وړي دي، چې له کبله یې ۱۷ کسان مړه شوي دي.
د خوست د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر شادم خان هلال رسنیو ته وویل، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو فلاینګ کوچ ډوله موټر له سیمې څخه د تېرېدو په موخه په اوبو ور ګډ شو، او د توندو څپو له کبله ډوب شو.
ده وویل، په مړو شویو کسانو کې ۴ ښځې، ۴ ماشومان او دوه سړي شامل دي.
دغه پېښه د علي شېرو ولسوالۍ د علي شېرو ولسوالۍ په هارون خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ده له قوله، د مړو شویو څخه ۸ تنه د یوې کورنۍ دي، چې پاکستان ته د درملنې لپاره تللی وو، بېرته خپل کور ته تلل، سېلاب لاندې کړل.
ښاغلی هلال وايي، په ورته وخت کې بله پېښه د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ده وویل، دویمه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو پیک اپ ډوله موټر له صبریو ولسوالۍ څخه خوست ښار روان وو، او د یعقوبیو سرمه لاره کې سېلاب ډوب کړ.
په دغه موټر کې چې اووه سپرلۍ وې، ټول وژل شوي دي.
د دویمې پېښې په وژل شویو کې ۴ ماشومان، دوه ښځې او یو سړی دي، چې د یوې کورنۍ غړي دي.
ځایي خلکو رسنیو ته ویلي دي، چې د دواړو پېښو قربانیان له اوبو را ویستل شوي، او ښخ شوي دي.
د یادولو ده، خوست ولایت کې هر کال د اوړي په موسم کې تېز بارانونه کیږي، چې په یو شمېر سیمو کې سېلابونه جوړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button