اردوغان: «که پارلمان د اعدام حکم صادر کړي، ژر به یې عملي کړو»

کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، که چېرې پارلمان د اعدام حکم صادر کړي، ژر به یې عملي کړي.
ښاغلي اردوغان دغه څرګندونې په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته کړي دي.
اردوغان په خپله وینا کې وویل، چې ښکاره جنایت دی، حکومت به یې رد نه کړي، خو د پارلمان له لورې تأیید ته انتظار کړو.
اردوغان وایي، پارلمان که هر ډول پرېکړه وکړه، د هېواد د ولسمشر په توګه به یې عملي کړي.
ده زیاته کړه، «ترهګر» باید ووژل شي، هغوی په عمري بند کې کومه ګټه نه ویني.
د اروپايي ټولنې مشرانو اردوغان ته خبردارۍ ورکړی دی، که چیرې یې د اعدام سزا پیل کړه، نو له دې ټولنې څخه به یې وباسي.
اردوغان له امریکا څخه یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې فتح الله ګولن ور وسپاري، او ګولن یو «ترهګر» دی، باید ونه ساتل شي.
نوموړی فتح الله ګولن د ترکیې د کودتا د هڅوونکو مشرتابه بولي.
د یادولو ده، فتح الله ګولن له ډېر وخت څخه په امریکا کې د تبعید ژوند کوي، او د ترکیې حکومت له مخالفینو څخه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button