نـــــــــړیوال/جهادمل

کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: عبدالناصر جهادمل

نړیوال به مې د کوم بریــد مخنیوی کړي
ټرک، چاړه تبر مــې واړه نښـــــــاني کړئ

د ایمان په اصــلحه چې سمـــــبال درشم
حوصله، زغم، صبر مې واړه نښــــــاني کړئ

غیـــرتي مــورکۍ روزلی غــــــــیرتي یم
نوم، نصب، ټــبر مې واړه نښــــــاني کړئ

زما پر شناخته مې لیکلی ټول تاریــخ دی
مرګ، ســبب، قبــر مې واړه نښـــاني کړئ

ما د غدر توري ویستــــي له سیـــنې دي
چم او خم، غدر مې واړه نښــــاني کړئ

د میوند حماســـــې هېرې له غــــلیــم دي
ملا، ممبر، ســــــنګر مې واړه نښاني کړئ

(جـــــــهــــادمـل) په غیرتمنو افتخار کړم
دین، مذهب، قدر مې واړه نښــــــاني کړئ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button