کندوز مرکز ته څېرمه طالبانو د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی

کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندوز ولایت مرکز ته څېرمه طالبانو د ملي امنیت یو کارکوونکی په غلچکي برید کې وژلی دی.
له کندوز ولایت څخه کابل ټکي کام ته را رسېدلی خبر وایي، چې نن ماسپښین یوه بجه د کندوز ولایت مرکز اړوند په سه درک سیمه کې د ملي امنیت یو تن کارکوونکی د طالبانو په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.
خبر وایي، د ملي امنیت دغه کارکوونکی چې «ارباب خان» نومېدو، یوه تمانچه یې د طالبانو لاسته ورغلې ده.
د کندوز ولایت مرکز کې د طالبانو له لورې ورته غلچکي یا ترور بریدونه ډېر شوي، د بېلګې په توګه، هغه تسلیم شوی اربکی چې د شپې پر مهال یې ۷ طالبان ووژل، بیا وروسته په بازار کې د طالبانو له خوا ووژل شو.
طالبانو تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده، دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالۍ مرکز کې درنده جګړه هم روانه وه.



