
د روژې مسایل ( پنځه لسمه برخه )
لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د راډيو له لارې د اختر خبر
پوښتنه : که د اختر مياشتې خبر د راډيو په ذريعه را ورسيد او خلکو سهار لس بجې د انتشار له امله د اختر لمونځ ونکړ نو په دويمه ورځ لمونځ کيدلاى شي او که نه؟ زياترو خلکو روژه ماته کړې، نو د راډيو په خبر باندې د روژې ماتونکو خلکو لپاره قضائي شته او که نه؟.
ځواب : که په خپله همدلته مطلع صاف وو، خو بيا هم مياشت ونه ليدل شوه، بيا نو د راډيو په خبره روژه ولې ماته کړی شي؟ په صورت مسئوله کې د همدغې روژې قضاء شته (هو ! که چيرته په شرعي ثبوت سره د مياشتې ثبوت شوى وي نو بيا قضائي ضروري نه ده) او په دويمه ورځ دې د اختر لمونځ وکړى شي دا مناسبه ده، که د عيد الفطر لمونځ د کوم عذر له امله په لومړى ورځ ونکړى شي نو په دويمه ورځ کيدلاى شي او د عيد الاضحى لمونځ دريمې ورځې ته ځنډول کيږي، همدارنګه د راډيو او ټليګراف په خبر باندې د روژې ماتول او د اختر لمونځ کول روا نه دي، ځکه چې دا شرعي دليل نه دى، په ترمذي شريف کې راغلي چې : حضرت ابن عباس I له کريب I څخه کوم وخت چې هغه د رمضان په مياشت کې له شام څخه مدينې منورې ته تشريف راووړ، ترينه وې پوښتل چې تا په خپله مياشت وليدله؟ ځواب يې ورکړ چې نه، نورو ليدلې وه روژه يې نيوله وه او حضرت معاويه I هم همداسې کړي وو، حضرت ابن عباس I وفرمايل : مونږ د هفتې په ورځ ليدلې او په همدغه حساب سره ديرش روژې پوره کړى يا مياشت ووينى، حضرت کريب I عرض وکړ : ستاسو پر وړاندې د حضرت معاويه I مياشت کافي نه ده؟ وې فرمايل : مونږ ته د خداى تعالي B رسول G همداسې ارشاد فرمايلى دى ([1]).
له شهادت وروسته د روژې نه ماتولو حکم
پوښتنه : که چيرته يو مولوي صاحب د مياشتې ليدو په شرعي شهادت باندې د اختر کولو حکم ورکړي او يوازې يو کس روژه نه ماتوي نو حکم يې څه دى؟.
ځواب : دا کس ګنهګار دى، توبه دې وکاږي ([2]).
([1]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٠٩ – ٢١٠، بحواله : ترمذي شريف : ج : ١، ص : ١٧٨، باب ما جاء لکل اهل بلد رؤيتهم.
([2]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٤١، بحواله : فتاوي دارلعلوم، ج : ٦، ص : ٤٩٣، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٢٥، کتاب الصوم.



