بیشکه چې بریالیتوب د شمېر په اساس نه وی، بلکې د ایمان او اخلاص په بنیاد وي

ترجمه : روحاني (دکابل ټکی کام همکار )
یوه ورځ اروپایانو او رومیانو یو لوی فوځ را غونډ کړ، چې شمېر یې دوه لکو سرتېرو ته رسیدو، نوموړي سرتیري په زرو منجنیقونو سمبال وو او یو منجنیق به په ۵۰۰ غوایانو راښکیل کیدو، په دې موخه چې کعبه ونړوي.
په فوځ کې پاپ ( دعیسایانو مذهبی پیشوا) هم ګډون درلود، چې ورسره ۳۵ زره بطریکان ( واړه عیسایی پیشوایان ) هم موجود وه.
د ځواک او وسلو شمېر یې له حسابه وتی و، د مسلمانانو پر ضد یې سپیڅلې جګړه اعلان کړه او د مسلمانانو ټاټوبي خواته یې مخه کړه تر څو هغوی د ځمکې له مخې پو پناه کړي.
دا په داسې حال کې وه، چې عباسي خلافت تر ټولو په بد حالت کې قرار درلود، فقر، کمزورۍ او بیچارګۍ پرې څادر غوړولی و.
رافضي شیعه ګانو د اسلام ټاټوبي تر خپلو ولکو لاندې راوستي وو، چې تر جلا جلا دولتونو لاندې یې ژوند کاوه. خلافت ته یواځي ۲۰۰۰ سرتیري ورپاتې وو، چې یواځې د خلیفه سره به وتل، هغه خلیفه چې نه یې نوم نه یې نشان و، یواځې د جمعې په لمانځه کې به په دعاګانو کې یادیده، نو ایا خبره تر همدې ځایه خلاصه شوه؟
طبعا نه! هلته یوه کوچني امارت وجود درلود، چې د سلاجقه و په دولت مشهور و، هغوی ترکان وو، چې د خلافت د شرف د ساتلو په خاطر یې د خلافت د پولو څوکیداري کوله، کله به یې د رومیانو د بریدونو مخنیوی کاوه او که به له ماتې سره مخ کیدل.
ددې امارت لارښودنه نوي ځوان، چې ( الب ارسلان ) نومیده کولو، چې په معنی زړور زمری دی.
دا پهلوان د خراسان نه د یوې داسې جګړې لپاره راتلو، چې د فوځ تعداد یې ۲۱زره سرتېرو ته رسیدو، ځینې پکی ټپیان او بې وسلې هم وو، کله یې چې د صلیبی لښکر د راتلو خبر ترلاسه کړ، نو ډیر زر بیرته وګرځیدو او هڅه یې وکړه، چې ارمانوس ته قناعت ورکړی څو کله ناکله د ده له امپراطورۍ نه شاتګ وکړي او کله ناکله جزیه ورکړي او کله یې په غنیموتونو تېرباسي، خو ارمانوس دا نه منل او خبرداری یې ورکاوه، چې د دې لښکرو راتګ لګښت یې د مسلمانانو له ټول مال نه هم نشو پوره کولای نو د مسلمانانو شړل او په حجاز کې د هغوی مقدسات نړول او سوځول ورته یواځینۍ ګټه وه.
د پهلوان په لاس کې پریوتل، خلیفه ته یې هیئت واستاوه، چې ورنه د مرستې غوښتنه وکړي، خو هغه منفي ځواب ورکړ په دې دلیل، چې د هغه حالت خراب دی او د فوځ شمېره یې کمه ده، خو الب هڅه وکړه چې مسلمانان راوپاروي او ټولو اړخونو ته استازي واستوي، په نتیجه کې هیچا هم مثبت ځواب ورنکړ پرته له یو څو ګوتو په شمیر خلکو نه.
الب خپل شیخ ته د مشورې لپاره لاړو، چې د خپل مصیبت درد او غم ورسره شریک کړی، خو هغه د خپل دین لپاره د خپل توان سره سم جهاد او جګړې ته وهڅاوه، په دې وخت کې الب خپل لښکر ته ووت او اعلان یې وکړ، چې که څوک جهاد کول غواړي نو دلته دې پاتې شي او که څوک تلل غواړي نو خپل عذر دې الله جل جلاله ته وړاندې کړي او بیا دې ولاړ شي.
الب غسل وکړ، کفن یې واغوست او ویښته یې غوړ کړل خپل لښکر ته ووت او ورته یې وویل، چې که له چا سره یې ظلم کړی وي نو راوړاندې دې شي او خپل غچ دې ورنه واخلي!
په دې وخت کې ټول سرتیري په ژړا شول او چیغې یې کړې، سملاسي ټولو غسلونه وکړل او کفنونه یې واغوستل او د الله تعالی سره د مخ کیدلو لپاره یې ځانونه اماده کړل.
په دې وخت کې ستر شیخ د لښکر په مینځ کې ودریدو او ویې ویل: دا د الله جل جلاله له ورځو نه یوه ورځ ده، د فخر کولو ځای پکې نشته او نه د غرور کولو او د الله د دین او د مسلمانانو د وینو او مقدساتو د حرمت لپاره په ټوله نړۍ کې پرته ستاسې له مرستندویۍ او ایمانونو نه نور څه نشته!.
په دې وخت کې شیخ زړور زمري ته وکتل او ورته یې وویل: جګړه د جمعې ورځې ته وټاکه څو مسلمانان مونږ ته د جمعې په لمانځه کې دعاوې وکړي.
په همدې شکل په هغه ځای کې چې نوم یې (مناذکرد یا ملاذکرد) دی او د ترکیې جنوب شرق ته پروت دی، الب خپل ځواکونه وویشل او سره جلا یې کړل، لیندۍ ویشتونکې یې د دوو غرونو تر مینځ منسجم کړل او ځواکونه یې مخکې کړل، چې د رومیانو د مغرورو سرتېرو استقبال وکړي.
اروپایانو ناوخته کړ، لکه احتیاطي، رومیانو خپل ځواکونه چې نږدی شپیته زرو سرتیرو ته رسیدل راورسیدل، الب شاتګ وکړ او لارې ته په شاه شو.
هغه ورنه ووت او تر شاه یې خپاره شول او خپل ځواک یې وویشلو، امر یې وکړو چې لومړۍ فرقه به د مقدمې مخه نیسی او بله فرقه به وړاندې درومي او د غره ډډې څارنه به هم کوي او لاره به د مخې نه بندوي، په دې سره به لاره مکمله بنده شي او د جګړو په تاریخ کې په تر ټولو ځواکمن کمین کې به یې راګیر شي.
رومی ځواکونه ننوتل او انتظار یې وکړ تر دې چی لاره پرې ډکه شوه او غشو ویشتونکو ته یې اشاره وکړه هغوی ورباندې د غشو باران جوړ کړ، دلته جنرال محمود شیت د دې حالت په اړه داسی وایی:
غشي ویشتونکی فوق العاده وو، رومي ځواکونه یې په ظرف د دوه ساعتونو کې مات کړل تر دې چی دوه فرقو هڅه وکړه، چې د لارې دواړه غاړو ته وخیژي څو ځانونه وژغوري، خو غشي ورورسیدل او بدنونه یې په لاره کی وسوځیدل او لاره یې د جسدونو په وینو ککړه شوه.
که چا به غوښتل چې د لارې له کوم کنډو نه ووځي نو سلاجقه تیار ورته په انتظار ولاړ وو، اروپایان په خپل بد ناورین خبر شول نو ارمني او جورجي ځواکونه یې رامخې ته کړل، خو د مقدمې فرقې ځواک یی مخې ته ورغلو او له مینځه یې یوړل.
د اروپایي قوماندانانو تر مینځ اختلاف شدت وموند او یو پر بل یې تورونه ولګول، د دوی مینځ کې خلل پیدا شو او بیرته خپلو هیوادونو ته مات وګرځیدل او شکست یې وخوړ.
پاتی رومیان یې پریښودل، الب ورباندی برید وکړ او له مینځه یې یوړل، د رومیانو امپراطور په اسارت کې پریوته.
او ورځ د اسلام په ګټه وڅرخیده، ایا چا هم د دا ډول پیښیدو په اړه فکر کاوه؟
آیا د چا عقل دا تصور کاوه چې ۲۱زره سرتیري دې ، ۲۰۰ زرو سرتیرو ته چې په نصرانی له کینې نه په ډکو وینو او روح سمبال و مقابله وکړای شي؟
بیشکه چې بریالیتوب د شمیر په اساس نه وی بلکه د ایمان او اخلاص په بنیاد وي.


