ملکیان څوک وژني؟

لیکوال: سعید احمدي

په وروڼو کې تر ټولو مشر احمد جان و.

احمدجان د ښار د یوې څنډې په یوه کوچني بازار کې دکان درلود، سهار به پر موټرسایکل سپور د خپل دکان پر لور ولاړ او ټوله ورځ به یې په مزدورۍ کې تېره کړه. کله به چې ماښام خپلې تورې وزرې وغوړلې احمدجان به هم د دکان لرګینه دروازه وتړله او د خپل کور پر مخ به ستړی ستومانه روان شو.

د احمدجان همدغه عادت و او د معمول مطابق به یې خپله دکاندارۍ کې وقفه نه راوسته او له همدغه دکانه یې د خپل کور ضروریات پوره کول.

الله تعالی ورته په دکان کې خورا زیات برکت ایښی و او له پردي احتیاجه خلاص و.

د احمدجان مور د دوه ځوانو او تاندو ځامنو مور وه، چې د صلیبیانو لخوا په بې رحمانه بمبار کې شهیدان شوي وو، احمدجان به هر وخت مور ته د صبر او حوصلې یادونه کوله او د مور یې هم په احمدجان زړه تکیه و، چې له مزدورۍ به راستون شو په ټنډه او سر به یې په مینه ښکل کړ او د ورځې د کړې مزدوري یو څو روپکۍ به یې د مور په لاس کې ورکیښودې.

احمدجان واده کړی و او یو څو بچیان یې هم درلودل.

احمدجان به هره ورځ د مور دې ستاینو ډېر خفه کاوه، چې کله به یې د ځوانیمرګو ځامنو محمد جان او رحمت جان غمجنې کیسې ورته کولې.

یو سهار دکان ته له تګ مخکې احمد جان د مور له خفګانه ډکې څېرې ته ځیر شو، چې د ژړا له وجهې یې پر مخ د اوښکو ژورې کرښې له ورایه معلومیدې، حوصله یې تمامه شوه او مور ته یې په ژړه غوني غږ وویل:

مورې! تاته دې خدای ج غټ زړه درکړي، صبر کوه خیر دی مورجانې زړه مه خوره مونږ ټول د مرګ لپاره پیدا یو او مونږ ټول به مړه کیږو، وروڼه مو که صلیبیانو شهیدان کړل، خو د اسلام او دین په سر یې شهیدان کړل.

 نور زمونږ څه ګناه ده، خو مسلمانان یو او د محمد صلی الله علیه وسلم امتیان یو، رب ج دې دا زمونږ هغو افغانانو ته هدایت وکړي، چې د یو څو روپیو لپاره له دین او وطن ورته تېر دي او پر مونږ یې ځمکه سره اور ګرځولې ده….

مور یې په پیکه موسکا ځوی ته وکتل، خو هیڅ یې له خولې ونه وتل.

احمد جان د مور په لاسونو ورټیټ شو او مچې یې کړل بیا د خدای پاماني په شکل ودرید او مور ته یې وروستی ځل وکتل، لوړ قدمونه یې واخیستل او د دروازې پر لوري روان شو.

د احمدجان ځوی رحمت الله تیار له موټرسایکل سره بهر ولاړ و، موټرسایکل يي پاک کړی و، پلار یې ورغی او ځوی یې مچې کړ بیا یې ورته وویل چې:

رحمت الله زویه پر وروڼو دې پام کوه، چې بهر راونه وځي او موټر یې ونه وهي.

ګوره زویه مکتب ته پر وخت ځئ چې بیا به معلم صاحب ماته شکایت کوي.

ګویا احمدجان پوهېدو، چې دا يې خپلو بچیو ته وروستی نصیحت دی!

هو! یو تل پاتې نصیحت.

احمدجان ولاړ… ماښام بېرته د کور پر لور ستومانه راروان و، چې په لاره کې اربکیانو او عسکرو د دوی کور سره نږدې کمین نیولی و.

د احمد جان په رارسیدلو سره کمین کې ناستو اربکیانو او عسکرو پر احمدجان ناتاره ډزې شروع کړې. داسې محسوسیده لکه کوم لوی کتار، چې اربکیانو راحصار کړي وي…

ناتاره ډزې خپې شوې او احمدجان هم د تل لپاره غلی شو او خپل رب ته یې روح وسپاره.

په کلي غوغا ګډه شوه او د احمدجان مور ته یې د دریم ځوی جنازه هم په مخ کې کېښوده چې همدا د دې مشر ځوی او تکیه وه…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button