ترکيه کې ۹۹ ډګروالان د جنرالۍ رتبې ته پورته شول او د وسلوال پوځ مشر په خپل منصب پاتې شو

کابل ټکی کام ( ۸ زمری ۱۳۹۵ بصیر احمد )

دا پرېکړه د ترکيې پوځي عالي شورا کړې او د ۹۹ ډګروالانو رتبې يې جنرالۍ ته لوړې کړي، همدارنګه رجب طيب اردغان د ډګروالانو د ترفيع فرمان تاييد کړ او د پوځ مشر يې په خپله رتبه پرېښود.
د ولسمشر اردوغان وياند وويل، چې جنرال خلوصي اکار د ځمکنيو، هوايي او سمندري ځواکونو قومندان او اميد دوندار به د لوي درستيز مرستيال وي.
دا پرېکړه هغه وخت وشوه، چې په ترکيه کې د ناکامې کودتا په پلوۍ يې، ځينې پوځي افسران او پوځيان وشړل او نور يې ونيول شول، چې د نيول شوو پوځيانو تعداد يې سلګونه تنه ته رسېده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button