د دولت آباد امنيه قوماندان ووژل شو
کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د بلخ چارواکو ويلي دي چې د دې ولايت د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دی.
د بلخ د امنيه قوماندان د امنيت امر سمونوال عبد الرزاق قادري رسنيو ته ويلي دي، چې پېښه نن ماذديګر نږدې ۵ بجې د يادې ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړې ده، چې په چاودنه کې د دولت اباد امنيه قوماندان سمونمل عبد الرووف اخګر وژل شوی دی.
د سيمې خلک وایي، چې وژل شوی قوماندان په خپل موټر کې کور ته روان و، چې ماين پرې وچاود.
په چاودنه کې د قوماندان دوه تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
ياده دې وي، چې د همدې ولسوالۍ پخوانی قوماندان هم شل ورځې وړاندې په يوه چاودنه کې وژل شوی و.



