د ع او غ حکومت د يو کال په اوږدوکې!

کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۴
لیکوال : ابو محمد فاتح
له څو مياشتو کمپاينونو، د درواغو شعارونو او هلو ځلو وروسته انتخابات وشول، نتيجه يې منفي شوه.
ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې په دوهم ځل خو ځينې خلک د رايې ورکولو پر ګنا بر سېره د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له امت سره مخه وکړه او د دې حديث شريف مصداق و ګرځېدل:
((من دعا الی العصبية فليس منا))
دوهم ځل ټاکنې وشوې له څو مياشتو ناندريو او لانجو پس د جانکيري له خو پر افغان مظلوم ولس دوه واکمنان وتپل شو، او يوه ضعيفه او بې کفايته اداره را منځ ته شوه، د ع او غ تر منځ يې واک نيم په نيمه ووېشه.
غني به چې د ټاکنيز کمپاين په جريان کې د مداري غوندې دواغجنې وعدې کولې، او نړيوالو موږ ته دنړۍ دوهم ستر مفکر او د اقتصادي چارو ماهر او دکتور معرفي کاوه، لاپې يې وهلې چې سوله به زما اولين کار وي، د هيواد امنيت او اقتصاد ته به جدي پاملرنه کوم، ان تر دې چې په کم وخت کې به د خلکو په دسترخوان کې تغير راولم، مسجد، محراب او حکومت به سره ونښلوم.
داسې نورې په سلګونو غولوونکې وعدې وشوې خو را به شو د عمل ډګر ته !!!
لومړی د سولې نعرې يې چې وهلې د پاچاهۍ پر دويمه ورځ يې په افغانستان کې سولې ته منفي ځواب ووايه، له خبيثو امريکايانو سره يې امنيتي تړون لاسليک کړ، او د تاريخي افغانستان قباله يې رسماً ناټو ته وسپارله.
په کلونو به نور افغان ځوان نسل ګمراه کېږي او د ديموکراسۍ چټل ويروس به يې ديموکراتان کوي، زموږ په عفت او عزت به لوبې کېږي، تنکي ځوانان به مو د ابد په خوب ويده کېږي، ځکه د اشغالګرو شتون په هيواد کې نه له شرعي حيثه نه د افغانستان د کلتور، غيرت، شجاعت او وياړلي تاريخ له رويه روا ګڼل کېدای شي.
همدا رنګه د اسلامي امارت موقف هم دنياوالو ته څرګند ده، چې تر څو يو اشغالګر هم په افغانستان کې وي موږ ته اسلام او د شهيدانو وينې د سولې اجازه نه راکوي.
دويم: د اقتصاد په برخه کې او چې د خلکو په د سترخوان کې به تغير راولم، واقعاً په د خلکو په دسترخوان کې د معمول پر خلاف بدلون راغی هغه دا چې پخوا به هر چاته لږ وچه لنده رسېده، په وطن کې ځوانان په کار روزګار مصروف ول.
د يوې کونډې زوی به چې سهار له کوره ووت سبزي به يې خرڅوله يا به يې جواليتوب کاوه بيګا به يې دومره راوړل چې ګوزاره پرې وکړي او عزت يې خوندي شي.
خو د ع او غ په حکومت کې داسې ټکه را ولوېده چې ټول له بېکارۍ نه شکايت کوي، مجبور شول خارج ته مخه کړي چې سلګونه ګل-ګل زلمي مو د اروپا په سمندرونو کې د کبانو خوراک شول، څوک د عربو ګرمۍ وسوځول، چا د ايران په څاوو کې خپلې ځوانۍ خاورې کړې او څوک د پنجاب په زندانونو کې وراسته شول.
د ماليې وزارت د بوديجې د کمبود له ماليات څو چنده پورته کړل، ان تر دې چې زموږ د مبايل د پنځوس روپو د کارت غله شول.
مالي سرچينې رپوټ ورکوي چې د هيواد په مالياتو کې څو سلنه کمبود راغلی.
درېيم: پاتې شوه د دين، مسجد، محراب او ديني مقدساتو خبره، په ډېر کم وخت کې د اولين ځل لپاره په ايکسپريس اخبار کې د ملعون جاويد احوار لخوا نعوذبالله د رب العلمين د سپېڅلي ذات سپکاوی وشو، د فېسبوک د لايک نظام د الله ج له نظام نه عادل وګڼل شو، په عام محضر کې د کابل په ښارکې قرآنکريم ته اور واچول شو، نيم بربنډې ښځې د کابل په واټونو کې وګرځېدې، لټ لغړ سړی ډک بازار ته را ووت، په فرانسه کې د اسلام د ستر پيغمبر پر توهين کونکو بريد له اسلامي افغانستانه وغندل شو.
دا وو ديو کال په اوږدو کې د ملي وحدت د حکومت ارمغان او لاسته راوړنې قيصه اوږدېږي لنډه دا چې هيوادوال د پولۍ ټک ته کېناستل، جنګونه ښه په درز کې روان دي د ع او غ لانجې کله کله افغاني مرکچيان نشي حلولای، اکثره وخت يې فيصلې خارجي مرکچيان ورکوي.
ضروري نه ده چې په کابل ټکي کام کې دې خپرې شوې لیکنې د ادارې د پالیسۍ ترجماني وکړي، هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی.
