ایران ۲۱ سنیان په دار ځړولي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼی

ایراني چارواکو العربیة رسنۍ ته ویلي، چې پرون سهار د رجايي ښار د جوهر دشت سیمې په زندان کې، ۲۱ سیاسي سني بندیان په دار وځړول.

جوهر دشت سیمه د ایران د پلازمېنې تهران په جنوب لویديځ کې پرته ده.

په زندانیانو کې شهرام احمدي په نوم یوه ښځه هم وه، چې اسلام ته د بلنې په تور نیول شوې وه، په دار وځړول شوه.

ددې بندیانو وارثانو(مور او پلار) ته د خپلو اولادونو سره د وروستۍ لیدنې لپاره اجازه ورکړل شوه، د بندیانو وارثانو په ایران کلکه نیوکه کړې ، چې ددوی اولادونه یې یواځې په دې تور نیولي، چې سني مذهبه دي.

ایراني چارواکو ویلي، چې ۱۷ سني سیاسي زندنیا هم د ورته برخلیک په تمه دي او ډېر زر به په دار وځړول شي.

ایراني رسنیو د ۱۸ په دار ځړول شوو سني زندانیانو نومونه هم خپاره کړي، چې لاندې کسان په کې دي:

۱-احمد نصيري ۲- ادريس نعمتي ۳- آرش شريفي ۴- پوريا محمدي ۵- عبدالرحمان سنكاني ۶- نصرالله مرادي۷- بهروز شاه نظري۸- بهمن رحيمي ۹- عالم برماشتي ۱۰- طالب ملكي ۱۱- شهرام احمدي ۱۲- سيد شاهو ابراهيمي ۱۳- تيمورنادري زاده ۱۴- فرزاد شاه نظري ۱۵- كاوه ويسي۱۶-كاوه شريفي۱۷-فرشيد ناصري۱۸- فرزاد هنرجو.

ایراني چارواکو ویلي، چې د جوهر دشت زندان باندې د پولیسو لخوا کلک امنیتي تدابير نیول شوي.

چارواکو وویل: ((۱۷ تنه نور زندانیان مو یو نا څرګند ځاي ته د زړولو لپاره لیږلي)).

په دغو بندیانو کې د ځینو عمرونه تر ۱۸ کلونو کم ښودل شوي دي، چې په دار ځړولو محکوم دي.

د ایران د استخباراتو وزارت په یو خبر پاڼه کې لیکلي، چې په دار ځړول شوي کسانو د ۲۰۰۹ز کال راهیسې د ایران په کردستان او د ایران په غرب کې د ایران د دولت په خلاف فعالیتونه کول او اکثره یې له سلفي مذهب سره تړاو لري، چې د ایران په بلوچستان کې به یې خلکو ته د سلفیت بلنه ورکوله.

بلخوا په ایران کې هم ازادو رسنیو د ایران په دې کار کلکه نیوکه کړې ده او دا یې د بشر ضد ستر جنایت بللی دی، دوی د حقوق بشر په نړۍ والې ادارې غږ وکړ، چې په ایران کې د دار ځړولو بشر ضد جنایتو په اړه جدي اقدام وکړي.

تر اوسه پر ۳۷ سني زندانیانو د اعدام حکم شوي چې ۲۱ یې په دار شول او نور به یې سبا په نا څرګند ځای کې په دار وځړول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button