عبدالناصر جهادمل
وګوره چي نن دي د افغانه ســــره څه کیږي
په لاس د بې ایمانو د ایمانه ســره څه کیږي
تا چي میلمانه کور ته د څه لپاره را وســـتل
نن یې په لاسونو د اِسلامه سره څــــه کیږي
د لته یهودیت، او نصرانیت ته مخه شوې ده
لګ ځان پرې اګا کړه مـــسلمانه سره څه کیږي
نن مي د عزت پګړۍ په خاورو کي لویدلې ده
نن د مؤمینانو د ستر شانه ســـــــره څه کیږي
ها چي د بشر د حق دعـــــوه کوي دروغ وایې
نن د دوی له لاسه د جهانه ســــــــره څه کیږي
نن افغانیت او اسلامیت ته چي ښکــنځل کوي
و پوښتئ له دوی چي د وجدانه سره څه کیږي
چا چي د غربي ښکیلاک ملاتړ کړي خبر دي شي
چاته په خوښي کي له افغانه ســـره څه کیږي
مشره ته غلام یې دا به ومنــــــې او وایې به
ستا په لاس میډال دامان خانه سره څه کیږي
راشه (جهادمل) درته دا څو خــــــبری وکړمه
نن د دې مظلوم افغانســــــتانه سره څه کیږي


















