جولیان اسانج: هیلري کلنټن داعش ته وسلې لیږلي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼي

د ویکي لیکس بنسټګر جولیان اسانج ادعا کړې، چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن داعش ته د وسلو په لېږلو کې رغنده رول لوبولی دی.

 اسانج دغه څرګندونې د امریکا ولسمشرۍ ته د دیموکراتانو د نوماندې هیلري کلنټن د ایمیلونو قضیې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

اسانج ویلي، چې مېرمن کلنټن هغه مهال چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره وه، له خپل شخصي برېښنالیک څخه رسمي استفاده کوله، چې ټول ایمیلونه یې ویکي لیکس خپاره شوي دي.

د ویکي لیکس بنسټګر د کلنټن د برېښنالیکونو پر بنسټ ادعا کړې، چې د وزارت په دوره کې یې سوریې ته وسلې لېږدولې او ډېره برخه یې داعش ډلې ترلاسه کړې ده، هغه ویلي چې دا کار د یو پلان له مخې شوی دی.

د جولیان اسانج په وینا هیلري کلنټن لیبیا کې د معمرالقذافي د پرځولو، لېبیا ته د لوېدیځ ځواکونو ننوتلو  او سوريې ته یې د وسلو استولو په اړه ۱۷۰۰ برېښنالیکونه استولي دي، چې داعش ته د وسلو ورکولو امر په کې شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button