لیبیا: په سرتیري برید کې ۲۳ پوځیان وژل شوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼی

د لیبیا په ختیځ بنغازي ښار کې د پوځي ځوکوانو په یو مرکز موټربم چاودنه شوی، چې په ۲۳ پوځیان وژل شوي او تر ۱۲ نور ټپیان دي.

د لیبیا امنیتي چارواکو ویلي، چې پېښه د بنغازي ښار په القوارشه کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو سرتیري بریدګر خپل موټر بم ته د ۱۴۶ پوځي مرکز سره چاودنه ورکړه.

د چارواکو په وینا، ۲۳ پوځیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د یاد برید مسولیت د انصارالشریعت په نامه  ډلې، چې د القاعدې سره تړاو لري منلی دی.

یاد برید په داسې حال کې کیږي، چې چې وړمه ورځ امريکايي پوځي چارواکو اعلان وکړ، چې په لومړي ځل يې په ليبيا کې د داعش پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button