( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۴) زرغون خوږیاڼي
له پيښوره یو شمېر راستانه شوي کډوال، چې د سرپنا نه لرلو په سبب يې د روداتو ولسوالۍ په سرشاهي په سیمه کې خیمې وهلې وې، د پولیسو لخوا پرې ډزې شوي، چې په کې ۲ کډوال وژل شوي او تر ۵ ډېر ټپيان شوي دي.
کډوالو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په ډول د ننګرهار ولایت مقام مخې ته وړي دي، دوی د وژل شویو کسانو په اړه د عدل او انصاف غوښتنه کوله، کډوالو خبر داری ورکړ، که پوښتنه یې ونه شي د حکومت له وسله والو مخالفینو سره به یو ځای شي، او له یادو پولیسو به خپل غچ واخلي.
کډوالو ویل، چې هلته مو د پاکستان پولیس نه پریږي،ځوروي مو او له خپلو کورونو مو په زور راشړي او دلته په خپل هېواد کې مو هم پولیس وژني او ډزې راباندې کوي، نو اخر مونږ کومې خوا ته پناه ویسو!.
له یادو کډوالو یو تن د کابل ټکی کام همکار ته وویل: مونږ اوس مهال کومه سرپناه نه درلوده، نو دلته مو د ګردي کڅ په وچ ډاګ کې خیمې ووهلې، حکومتي چارواکو ددې پر ځای چې زمونږ بې وزلو مرسته وکړي او د سرپناه په اړه مو غم وخوري ، پولیسو له راتګ سره سم پر مونږ لومړی هوايي ډزې وکړې، وروسته چې کډوال د خبرو لپاره له خپلو خیمو راووتل، پولیسو د ګڼې ګوڼې له ویرې پر مونږ نورې ډزې وکړې،.
له بلې خوا د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند دا راستانه شوي کډوال غاصبین بولي او وايي : پولیسو غوښتل، چې دولتي ځمکه له غاصبیونو خلاصه کړي، پولیسو د کډوالو لور ته هوايي ډزې وکړې، چې دوی هم پر پولیسو ډزې وکړي او په پایله کې ۲ کډوال ووژل شول او ۵ نور يې ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ د رسنیز دفتر مشر حضرت حسن مشرقيوال وايي، چې پولیسو له ځان څخه د دفاع په خاطر هوايي ډزې کړي او په متقابلو ډزې دواړه خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې. خو نوموړي دا نه دي ویلي چې کډوالو وسلې له کومه کړې ترڅو پرې له پولیسو سره مقاومت وکړي.
ویاند د پولیسو د ټپي کیدو خبر هم ورکوي.
ننګرهار امنیه قومندانۍ د رسنیز دفتر مشر ويلي، چې د پېښې د څیړنې په موخه د امنیتي چارواکو او سیمه ییزو مشرانو په ګډون یو ګډ پلاوی ټاکل شوی او له تحقیقاتو وروسته به د پېښې اصلي علت معلوم شي.
















